ترکیې په سوریه کې پلي عملیات پيل کړل
ترکیې وسله وال پوځ پلي ځواکونه د ازادې سوریې د ځواکونو په ملګرتیا سوریې ته ننوتل
![ترکیې په سوریه کې پلي عملیات پيل کړل](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/c9f5/1627/40ee/5a638aa600a68.jpg?time=1719194131)
ترکیې وسله والو ځواکونو د سوریې په عفرین سیمه کې پلي عملیات پیل کړل.
ترکیې نن د غرمې نه مخکې په ۱۱ بجو او پنځو دقیقو په عفرین کې په پلو عملیاتو پیل وکړ. د ترکیې وسله پوځ پلي ځواکونه د ازادې سوریې د ځواکونو په ملګرتیا د عفرین سیمې ته داخل شو. د ازادې سوریې ځواکونو د عملیاتو د پيلولو نه لنډه موده وروسته د لومړني کلي د نیولو نه خبر ورکړ.
د ویلو ده چې عملیات د هوايي او توپچي ځواکونو په ملګرتیا دوام لري. د ترکیې جنګي الوتکې وخت نا وخته د ترهګرو په پټنځایونو بریدونه کوي.
د ازادې سوریې ځواکونو لومړنی کلی د ترهګرو نه ونیو.
د ترکیې وسله وال پوځ د زیتون څانګې په نامه د پیل کړو عملیاتو په ترڅ کې د پ ک ک ترهګرې ډلې اړوند څانګو پ وای ډي ، وای پ جي او داعش په هدفونو درانده هوايي بریدونه وکړل. همداشان ځانګړي ځواکونه د پلو ځواکونو او ازادې سوریې د ځواکونو په ملګرتیا سوریې ته داخل شول.
د ترکیې وسله وال ځواکونه د عفرین په سیمه کې پرمختګ ته دوام ورکوي. همداشان ترهګر د کلو او قریو نه د وتو خبرونه راروان دي.
د ترکیې وسله والو ځواکونو د ازادې سوریې د ځواکونو په ملګرتیا لومړنی کلی د ترهګرو نه ونیو.
د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم د نوموړو عملیاتو په اړه خبریالانو ته وویل چې ددې عملیاتو په ترڅ کې به د ۳۰ کیلو مترو سیمه به د ترهګرو نه پاکه او باامنه سیمه به پکې جوړه شي.
هغه وویل چې د عملیاتو په اړه ډیپلوماتیکي تماسونه هم دوام لري. ایران د عملیاتو په اړه اندیښنه ښودلې ده خو انشاالله چې اندیښنې به يي له منځه یو سو. روسیې د عملیاتو سره مخالفت ندی ښودلی .