حوثي یاغیانو یو ځل بیا  په سعودي عربستان د بالستیک توغندي برید وکړ.

په سعودي عربستان یو ځل بیا د بالستیک توغندي برید وشو

889886
حوثي یاغیانو یو ځل بیا  په سعودي عربستان د بالستیک توغندي برید وکړ.

حوثي یاغیانو یو ځل بیا  په سعودي عربستان د بالستیک توغندي برید وکړ.

د سعودي عربستان د الخبریه تلویزیون  د خبر له مخې  حوثي یاغیانو تیره ورځ  د سعودي عربستان د جیزان  په ښار کې  د بالستیک توغندي برید وکړ چې  د سعودي د دافع هوا سیستم لخوا  په هوا کې شڼډ او له منځه یوړل شو.

د ویلو ده چې  دا  لومړی ځل ندی چې حوثي یاغیان  په سعودي عربستان د بالستیک توغندي برید کوي.

حوثي یاغیانو ددینه وړاندې هم په کراتو  پر سعودي عربستان د بالستیک توغندي بریدونه کړي چې د نوموړي هیواد د دافع هوا د سیستم لخوا په هوا کې شنډ او له منځه وړل شوي دي.

دې مسلې  د ریاض او تهران ترمنځه هم  اړیکې ډیرې خرابې کړي دي. سعودي د نوموړو بریدونو مسئولیت پر ایران اچوي. سعودي عربستان وايي چې  ایران پر دوی د بریدونو په خاطر  حوثي یاغیانو ته  بالستیک توغندي ورکوي.



اړوند خبرونه