په سعودي عربستان کې په امنیتي ځواکونو وسله وال برید وشو.
په سعودي کې د رسمي موټر نه په عسکرو وسله وال برید وشو
842389
په سعودي عربستان کې په امنیتي ځواکونو وسله وال برید وشو.
د سعودي عربستان نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې د نوموړي هیواد د القطیف په ښار کې نامعلومو وسله والو په امنیتي ځواکونو خونړی برید وکړ چې په پایله کې یو تن سرتیري ژوند د لاسه ورکړ.
ویل کیږي برید د یو رسمي موټر نه په امنیتي سرتیرو شوی دی. په برید کې یو تن سرتیری مړ او بل ټپی شوی دی.
ټپي شوی سرتیری په روغتون کې د درملنې لاندې نیول شوی دی. پولیسو ویلي دي چې د پیښې په اړه يي پلټنې او تحقیقات پیل کړي دي.