په سعودي عربستان کې وسله وال برید وشو
د سعودي عربستان په شمال کې د حفر الباطن په ښار کې د محکمې په مخکې په خلکو وسله وال برید وشو.
822700
د سعودي عربستان په شمال کې د حفر الباطن په ښار کې د محکمې په مخکې په خلکو وسله وال برید وشو.
د سیمې نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې د حفر الباطن په ښار کې یو تن د محکمې په مخکې د زندانیانو د انتقال پر مهال پر خلکو ډزې وکړې.
په برید کې لږ تر لږه ۱۰ تنه ټپیان شوي دي.
برید کوونکی د پولیسو لخوا نیول شوی دی.
سعودي عربستان امنیتي سرچینو ویلي دي چې د پيښې په اړه تحقیقات روان دي. دا لا معلومه نده چې دا برید د ترهګرو سره تړاو لري او که نه.