داعش عام وژنو ته دوام ورکوي
داعش ترهګره ډله په عراق کې په خپلو وروستیو سلګیو کې عام وژنو ته زور ورته کړی دی .
داعش ترهګره ډله په عراق کې په خپلو وروستیو سلګیو کې عام وژنو ته زور ورته کړی دی .
داعش ترهګرې ډلې یو ځل بیا د عراق د موصل په ښار کې د ملکي وګړو عام وژنه وکړه.
په عراق کې د بشري حقونو سازمان ویلي دي چې داعش ترهګرې ډلې د موصل ختیځه څنډه کې ۶۴ تنه ملکي وګړي چې ددوې د کنټرول لاندې سیمې نه يي د عراقي ځواکونو تر کنټرول لاندې سیمې ته د تیریدو هڅه کوله وژلي دي.
د بشري حقونو سازمان ویلي دي چې د نوموړو ملکي وګړو نه ځینې د داعش ترهګرې ډلې تر کنټرول لاندې د سیمو نه په تیښته بریالي شوي دي. نوموړو کسانو ویلي دي چې نږدې ۴۰ کورنیو غوښتل چې د داعش تر کنټرول لاندې د سیمو نه وتښتي چې داعشي ځواکونو لخوا پرې بریدونه وشول. ډیری ملکي وګړي د داعشي سنایپر یا نښه ویشتوونکو لخوا وژل شوي دي. نوموړو ویل چې یو زیات شمیر کسان بیا داعش ونیول. داعش د سیمې د خلکو د ډارولو په خاطر ددې خلکو نه ډیری ووژل. په وژل شوو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شتون لري.
نوموړو ویلي دي چې د ۶۴ تنو مړي يي په خپلو سترګو ولیدل چې پراته ول. همداشان د ډیرو کسانو مړي اوبو ته غورځولي وو. د بله پلوه په موصل ښار کې د عراقي ځواکونو یو تن قومندان خبري رسنیو ته ویلي دي چې داعش هر هغه څوک چې وغواړي ددوې تر کنټرول لاندې د سیمې نه وتښتي وژني.
هغه ویلي دي چې داعش د ملکي وګړو نه د ژوندي سپر په توګه کار اخلي او د ملکي وګړو تر شا ځانونه پټوي.
د بله پلوه په ځینو رپوټونو کې ویل شوي دي چې ډیری داعشیان په موصل ښار کې تري تم شوي دي. څوک نه پوهیږي چې دوې کومې خوا ته تللي دي.