داعش په موصل ښار کې  ښځینه  سنایپر یا نښه ویشتونکو په استخدامولو پیل کړی دی.

داعش ښځینه جنګیالیو په استخدامولو پيل کړی دی

704502
داعش په موصل ښار کې  ښځینه  سنایپر یا نښه ویشتونکو په استخدامولو پیل کړی دی.

داعش په موصل ښار کې  ښځینه  سنایپر یا نښه ویشتونکو په استخدامولو پیل کړی دی.

د عراق د موصل په  خاطر  د داعش ترهګرې ډلې  ډیری  سنایپر یا نښه ویشتونکي  د امریکايي  ځواکونو په هوايي بریدونو  یا  د عراقي ځواکونو په بریدونو کې وژل شوي دي.

داعش ترهګرې ډلې  د یادې شوې د موصل ښار د پاتو سیمو  نه د دفاع په خاطر  داځل  د ښځینه  نښه ویشتونکو په استخدامولو  پيل کړی دی.

د السومریه  خبري اژانس  د خبر له مخې  داعش ترهګرې ډلې  په عراق کې  د سختې ماتې نه وروسته  د پاتو سیمو نه د دفاع په خاطر  د ښځیو جنیګالیو او په ځانګړې توګه نښه ویشتونکو په استخدامولو پيل کړی دی .

داعش ترهګرې ډلې  د موصل د ښار په هغه سیمو کې چې  کنټرول يي اوس هم ددې په لاس کې دی د ډیرو ودانیو  د پاسه  ښځینه  نښه ویشتوونکې  ځای په ځای کړي دي.

نوموړو نښه ویشتونکو  ښار ته د عراقي ځواکونو د پرمختګ  مخه نیولې ده . داعش ترهګرې ډلې د یو پلو نه د ښځینه جنیګالیو نه په استفادې پیل کړی دی او د بله پلوه بیا  د ملکي وګړو نه  د ژوندي  سپر  په توګه کار اخلي.

عراقي ځواکونه  ملکي وګړو د مرګ ژوبلې له امله  په کلاره  پرمختګ کوي. د یادولو وړ ده چې داعش ترهګرې ډلې  د ۲۰۱۴ کال د جون په میاشت کې  موصل ښار  د عراقي ځواکونو نه ونیول  او دلته يي  خلافت اعلان کړ. موصل ښار د داعش  د اصلي مرکزونو په توګه یادیږي.

داعش  د یاد شوي ښار ډیری سیمې د لاسه ورکړي دي. همداشان عراقي ځواکونو د نړۍوالو ځواکونو په ملګرتیا او ملاتړ  تیر کال  د موصل ښار د ازادولو په خاطر پراخه عملیات پیل کړي دي چې  تر اوسه پورې ډیری سیمې  بیرته نیولي دي.


پيوندونه: #داعش , #موصل

اړوند خبرونه