داعش داځل د عراق د موصل په ښار کې قتل عام وکړ
داعش ترهګرې ډلې داځل د عراق د موصل په ښار کې چې په وروستیو سلګیو کې قرار لري قتل عام وکړ.
داعش ترهګرې ډلې داځل د عراق د موصل په ښار کې چې په وروستیو سلګیو کې قرار لري قتل عام وکړ.
داعش د موصل ښار په لویدیځ کې تر شلو ډیر ځوانان ددوې د امر نه د سرغړونې له بهانه په بې رحمانه توګه ووژل.
د موصل ښار د نینوا د ولایتي شورا د بشري حقونو د کمیټې ریس ګزوان حمید الداودي خبري رسنیو ته ویلي دي چې داعش ترهګرې ډلې د موصل ښار په لویديځ کې د المتاهین په سیمه کې تر شلو ډیر کسان ددوې د اوامرو نه د سرغړونې په بهانه ووژل.
هغه ویلي دي چې داعش ترهګرې ډلې د یادې سیمې د خلکو ته د کورونو د پریښودو او د ښار لویدیځې برخې ته د کډه کولو امر کړی وو. هغه کسانو چې د کډه کولو نه يي ډډه کړې ده د اوامرو نه د سرغړونې په بهانه د ټولو د سترګو پر وړانډې په ټولیزه ټوګه وژل شوي دي.
هغه ویلي دي چې داعش د نوموړو کسانو د ښځو نه ددوې د اوامرو د نه پرځای کولو په بهانه ټول زیورات او قیمتي توګي په زور سره اخیستي دي.
د عراق پوځ د امریکا په مشرۍ د نړۍوال ایتلاف په ملګرتیا د داعش ترهګرې ډلې نه د موصل ښار د بیرته نیولو په خاطر پراخه عملیات پیل کړي. عراقي ځواکونو د نوموړو عملیاتو په برخه کې یو زیات شمیر سیمې د داعش نه تصفیه کړي دي. داعش چې په سوریه او عراق کې د لویې ماتې سره مخامخ دی د ملکي وګړو په ډارولو سره د هغوې د سپر په توګه کار اخلي.