د مصر د سینا  په ټاپو کې  په مصري  ځواکونو  خونړی  برید وشو.

په مصري ځواکونو خونړی برید وشو

697592
د مصر د سینا  په ټاپو کې  په مصري  ځواکونو  خونړی  برید وشو.

د مصر د سینا  په ټاپو کې  په مصري  ځواکونو  خونړی  برید وشو.

د رویټرز  خبري اژانس د خبر له  مخې  د مصر د سینا په ټاپو کې د مصري  ځواکونو په موټر  بمي برید وشو چې په پایله کې  لږ تر لږه  ۱۰ تنه سرتیري وژل شوي دي.

د مصر د پوځ ویاند  خبري رسنیو ته ویلي دي چې  برید  په امنیتي ځواکونو  چې  د عملیاتو نه د راستنیدو پر مهال  شوی دی .

د ویاند ویلي دي چې  د مصر امنیتي ځواکونو په سینا ټاپو کې  د  د ترهګرو په  پټن ځای   د عملیاتو د ترسره کولو سره  لږ تر لږه ۱۵ تنه ترهګر وژلي  او ۷ تنه نور يي ژوندي نیولي دي.

پدې عملیاتو کې  څه بانډې  نیم  ټن  ټي ان ټي ډوله  چاودیدونکي توکي  له منځه وړل شوي. همداشان  پدې عملیاتو کې  دوه  ډاټسنې لاسي  بمونه  او په سلګونو  موبایل  ټیلیفونونو نیول شوي دي.

د یادولو وړ ده چې  په سینا ټاپو کې وخت نا وخته په مصري  ځواکونو  بمي  او وسله وال بریدونه کیږي.



اړوند خبرونه