په سوریه کې په واده کې ځانمرګی برید وشو.
په واده کې قتل عام ترسره شو
په سوریه کې په واده کې ځانمرګی برید وشو.
د سوریې په شمال ختیځ کې د الحسکه په ښار کې د واده په مراسمو ځانمرګی برید وشو. په برید کې لږ تر لږه ۳۰ تنو ژوند د لاسه ورکړ او ۹۰ تنه نور ټپیان شول.
پیښه د الحسکه ښار په شمال کې د واده په یو سالون کې رامنځته شوه.
د ماښام په ساعتونو کې د واده په مراسمو کې د خلکو په منځ کې زوروره چاودنه وشوه.
د واده مراسم د قتل عام په سیمې بدل شو. په پیښه کې ۳۰ تنو ژوند د لاسه ورکړ او نږدې سل تنه نور ټپیان شول. د د ډیرو ټپیانو روغتیايي حالت ښه ندی.
د مړو د شمیرې د لوړیدو په اړه اندیښنه شتون لري.
د پیښې ټپیان د الحسکه او قمشلي سیمو روغتونونو ته انتقال کړې شول.
د سوریې د رژیم اړوند خبري اژانس سانا د برید پړه په داعش ترهګرې ډلې اچولې ده .
سانا خبري اژانس ویلي دي چې برید د داعش لخوا ترسره شوی دی خو داعش بیا تر اوسه پورې څه ندي ویلي.