د حلب په ښار کې بریدونه پرته د ځنډه دوام لري
د اسد او روسیې جنګي الوتکې شپه او ورځ په حلب هوايي بریدونو ته دوام ورکوي
![د حلب په ښار کې بریدونه پرته د ځنډه دوام لري](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/6419/a781/464d/57d0ef16ae6b2.jpg?time=1719159170)
په سوریه کې د اوربند د پایته رسیدو نه وروسته د اسد رژیم په حلب ښار د مځکې او هوا نه په دومداره توګه بریدونه کوي.
په حلب کې د سپټمبر د ۱۹ مې نیټې راپدیخوا په روانو بریدونو کې لږ تر لږه ۴۴۴ تنه ملکي وګړي وژل شوي او تر زرو تنو ډیر کسان ټپیان شوي دي.
د اسد او روسیې اړوند جنګي الوتکو یواځې پرون په حلب په ترسره کړو هوايي بریدونو کې ۸۵ تنه وژلي او تر ۲۰۰ ډیر کسان ټپیان کړي دي.
د اسد او روسیې جنګي الوتکې په سیمه کې د بیلري بمونو سربیره د وکوم او فاسفورس بمونو بریدونه کوي.
د حلب ښار د مخالفینو تر کنټرول لاندې سیمې په کامله توګه له منځه تللي دي. د تیرو څو ورځو راهیسې په روانو مځکنیو او هوايي بریدونو کې په سیمه کې د لوټې د پاسه لوټه روغه نده پاتې.
په صحرايي روغتونونو کې د ټپیانو لخوا ځای ندی پاتې. ډیری ټپیان د درملو او تداوۍ د نشتوالي له امله ژوند د لاسه ورکوي.
د ښار بڼسټونه په کامله توګه له منځه تللي دي. د سوریې تر ټولو په دویم لوی حلب ښار کې د اوبو شبکې ویجاړې شوي دي او شاوخوا ۲ میلیونه تنه بې اوبو پاتې دي.
د حلب په ښار کې درنده جګړه دوام لري. په حلب کې د حاندرات سیمې څو ځلې لاس بدل کړی دی . کله د اسد د رژیم لخوا نیول کیږي او کله بیرته د مخالفینو لخوا.
د یادولو وړ ده چې په سوریه کې د روسیې او امریکا ترمنځه د تفاهم له مخې د سپټمبر په ۱۲ مه نیته د یوې اوونۍ لپاره اوربند اعلان شوی وو.
د اوربند د پایته رسیدو نه وروسته د اسد رژیم په قتل عام لاس پورې کړ.
د اسد رژيم د اوربند د پایته رسیدو نه وروسته د روسیې د جنګي الوتکو په ملاتړ په حلب پراخه بریدونه پيل کړل.
د یو پلو نه ښار د اسد د رژیم تر محاصرې لاندې قرار لري او د بله پلوه پرې د مځکې او هوا نه توغندي وریږي.