روسي جنګي الوتکو په ادلیب کې په روغتون برید وکړ

د روسیې د پوځ اړوند جنګي الوتکو  د سوریې د ادلیب په ښار کې  په یو روغتون هوايي بریدونه وکړل.

565141
روسي جنګي الوتکو په ادلیب کې په روغتون برید وکړ

د روسیې د پوځ اړوند جنګي الوتکو  د سوریې د ادلیب په ښار کې  په یو روغتون هوايي بریدونه وکړل.

په ادلیب کې د ملکي خوندیتوب د ادارې  یو تن چارواکي  د اناتولیا خبري اژانس ته ویلي دي چې  د روسیې د پوځ اړوند  جنګي الوتکو  د ادلیب ولایت په شمال ختیځ کې  د سراقب په ولسوالۍ کې  د شفاء په نامه په روغتون  دوه ځله هوايي بریدونه وکړل.

هغه وویل چې  دا روغتون په سیمه کې یواځنی روغتون وو چې  فعاله وو. د برید له امله  روغتون په کامله توګه په کڼوالې  بدل شوی دی .

د نوموړي په وینا  روسیې  په سوریه کې د سپټمبر په ۳۰ مه د پيل کړو هوايي عملیاتو په ترڅ کې  په ادلیب ، حلب او حاما ښارونو کې  د مخالفینو تر کنټرول لاندې په سیمو کې ډیری وخت په ښوونځیو، روغتونونو او بازارونو  بریدونه کوي.

هغه په برید کې ګن شمیر کسانو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو نه خبر ورکړ.



اړوند خبرونه