مرسي اوس ترهګر هم شو.

د مصر لومړنى ټاكل شوى ولسمشر محمد مرسي چې د كودتاچي رژيم لخوا له واكه لرې او زندان ته ولېږل شو د ترهګرو په لست كې شامل شو.

524171
مرسي اوس ترهګر هم شو.

 

د مصر لومړنى ټاكل شوى ولسمشر محمد مرسي چې د كودتاچي رژيم لخوا له واكه لرې او زندان ته ولېږل شو د ترهګرو په لست كې شامل شو.

پدې اړه حكم پرون د مصر په رسمي جريده كې خپور شوى دى.

د مصري چارواكو د معلوماتو په اساس د اپريل په مياشت كې د مصر جزايي محكمې پرېكړه كړې وه چې  د محمد مرسي په ګډون د اخوان المسلمين د ۳۴ تنو غړو نومونه دې د ترهګرو په تور لېست كې شامل شي. سربېره پر دې پخپله د اخوان المسلمين سازمان هم د ترهګرې ډلې په توګه په لېست كې شامل شوى دى.

د معلوماتو په اساس دا پرېكړه به د درې كلونو لپاره اجرا شي.

د بله پلوه د مرسي مدافع وكيلانو ددې پرېكړې پر وړاندې محكمې ته اعتراضيه ليك وړاندې كړ. د يو تن مدافع وكيل اسماعيل ابو برقه په وينا په مرسي او ۳۴ تنو ملګرو يې تور لګول شوى دى چې حماس ته يې جاسوسي كړې ده.

كه څه هم محمد مرسي ددې دعوا په پايله كې په ۱۵ كاله بند محكوم شوى وو خو دا لومړى ځل دى چې نوم د هېواد د ترهګرو په لست كې شامليږي.



اړوند خبرونه