په سوریه کې یو تن بل ایراني عسکري چارواکی ووژل شو
په سوریه کې د ایران د انقلاب ساتونکو ځواکونو یو تن بل جګپوړی چارواکی ووژل شو.
![په سوریه کې یو تن بل ایراني عسکري چارواکی ووژل شو](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/47c3/77ec/847f/575acc1133caf.jpg?time=1718959957)
په سوریه کې د ایران د انقلاب ساتونکو ځواکونو یو تن بل جګپوړی چارواکی ووژل شو.
د ایران د انقلاب ساتونکو ځواکونو ډګروال حاجي علي منصوري تیره ورځ په سوریه کې په نښته کې ووژل شو.
د ایران د خبري رسنیو د خبر له مخې نوموړی د داعش ترهګرې ډلې لخوا وژل شوی دی . ویل کیږي نوموړی ایراني ډګروال د ۱۹۸۰ او ۱۹۸۸ کلونو ترمنځه د ایران او عراق په جګړه کې ټپي شوی وو. نوموړی د ایران عراق د جګړې د غازیانو نه وو چې تیره ورځ په سوریه کې ووژل شو.
د یادولو وړ ده چې ایران د سوریې په جګړه کې د جګپوړو جنرالانو په ګډون یو زیات شمیر سرتیري د لاسه ورکړي دي.
د ایران د انقلاب ساتونکو ځواکونه په سوریه کې د بشار اسد په پلوي د مخالفینو پر خلاف جګړه کوي. سره ددې چې ایران پدې جګړه کې په مستقیم ډول د ایراني ځواکونو ګډون ردوي وخت نا وخته د جګړې په ډګر کې د ایراني سرتیرو او جګپوړو عسکري چارواکیو د وژل کیدو خبرونه خپریږي.