په سوریه کې ټولټاکنې دوام لري.
په سوریه کې د هوايي بمباریو تر سیورې لاندې ټولټاکنې
په سوریه کې د بشار اسد تر کنټرول لاندې په سیمو کې نن پارلماني ټاکنې پیل شوې.
په سوریه کې د رژیم تر کنټرول لاندې په سیمو کې خلکو د ډیر کلکو امنیتي تدابیرو لاندې خپلې رایې وکارولې.
د رای اچونې بهیر د سهار په ۷ بجو پیل وشو.
د سوریې ولسمشر بشار اسد او میرمن يي اسماء اسد خپلې رایې په پلازمینه دمشق کې په یو کتابتون کې وکارولې.
پدې ټاکنو کې د ولسي جرګې د ۲۵۰ څوکیو په خاطر ۳۵۰۰ تنه سیالي کوي. ویل کیږي تمه کیږي چې د ټاکنو پایلې سبا د پنجشنبې په ورځ اعلان شي.
پداسې حال کې چې امریکا او ملګروملتونو ویلی چې دا ټولټاکنې به رسمیت ونه پیژني خو د اسد رژیم بیا وایي چې په هیواد کې په هرو څلور کلونو کې یو ځل پارلماني ټاکنې کیږي چې د خپل وخت سره سم ترسره شوې.
د بله پلوه لویدیځ هیوادونه وایي چې دا ټولنې به په جینیوا کې د سوریې په اړه روانو د سولې مذاکراتو باندې منفي اغیزې وکړي
همداشان په سوریه کې د ترکانو د ټولنې عمومي مشر احمد وزیر په سوریه کې یواځې په دوو ښارونو کې د ټولټاکنو د ترسره کیدو ادعا کړې ده .
هغه ویلي په یو داسې هیواد کې چې د نیمايي نه ډیره برخه په بهر د کډوالو په توګه ژوند کوي دا ډول ټولټاکنې هیڅ کوم ارزښت او مشروعیت نلري.
هغه وايي چې اسد د هر چا په سترګو کې خاورې شیندي. اسد په ښکاره توګه په نړۍوالې ټولنې ملنډې وهي.
احمد وزیر ویلي په یو داسې هیواد کې چې د نیمايي نه ډیر خلک يي په بهر کې ژوند کوي او د ۸۰ سلنې نه په ډیرو برخو کې جګړه دوام ولري د ټاکنو د نوم اخیستل هم ګرانه خبره ده . په کوم هیواد کې چې ټاکنې ترسره کیږي د هغه هیواد وګړي چې هر چیرته اوسیږي هلته خپله رای کاروي. که چیرې دا ټاکنې په واقعیت سره ټاکنې وای نو باید په ترکیه ، اردن، لبنان او یو زیات شمیر نورو هیوادونو کې چې سوري کډوال میشت دي باید د رای اچونې په خاطر صندوقونه ایښودل شوي وای او هر چا پکې ګډون کړی وی. هغه ویلي دي چې په ټوله سوریه کې یواځې په دوو ښارونو کې د ټول هیواد په استازیتوب ټاکنې کیږي. ایا دا ډول ټولټاکنې کوم قانوني مشروعیت لري؟
بشاراسد د نړۍوالې ټولنې سره ملنډې وهي او د نړۍ په سترګو کې خاورې شیندې .