داعش په عراق او یمن کې قتل عام وکړ

داعش ترهګرې ډلې داځل په عراق او یمن کې په لسګونو کورنۍ د غم په ټغر کینولې

458795
داعش په عراق او یمن کې قتل عام وکړ

داعش ترهګرې ډلې داځل عراق او یمن په وینو ولړل.

داعش ترهګرې ډلې په یمن کې درې پرپسې ځانمرګي برید ونه وکړل چې له امله يي لږ تر لږه ۲۰ تنو ژوند د لاسه ورکړ او په لسګونو تنه نور ټپیان شول.

داعش ترهګرې ډلې پرون د ماښام په ساعتونو کې د عراق د پلازمینې بغداد په مربوطاتو کې د العصریه په سیمه کې د فوټبال د سیالۍ پر مهال په لوبغالي کې ځانمرګی برید وکړ چې له امله يي ۴۱ تنو ژوند د لاسه ورکړ او ۱۰۵ تنه نور نور ټپیان شول.

د عراق د امنیتي سرچینو د خبر له مخې برید د دوو ځايي لوبډلو د سیالۍ نه وروسته اتلې لوبډلې ته د کپ ورکولو پر مهال رامنځته شو. ویل کیږي ځانمرګي برید کوونکي د فوټبال د لوبغاړو او د مینه والو د ګڼې ګوڼې او خوښیو پر مهال د هغوې په منځ کې ځان ولوزو.

د ټپیانو د ګڼ شمیر کسانو روغتیايي حالت ښه ندی. د مړو د شمیرې د لوړیدو په اړه اندیښنه شتون لري.

د دواړو بریدونو مسولیت د داعش ترهګرې ډلې په غاړه واخیست.

د بله پلوه د امریکا متحده ایالتونو نوموړی ځانمرګی برید په کلکو ټکو غندلی او ویلي دي چې د عراق د حکومت او خلکو نه به ملاتړ ته دوام ورکړي.



اړوند خبرونه