د فرانسې لپاره د انتقام وخت

په پاريس كې د خونړيو ترهګري بريدونو نه درې ورځې وروسته د فرانسې هوايي ځواكونو د سوريې د رقه په ښار كې چې د داعش پلازمېنه بلل كيږي هوايي بريدونه پيل كړل.

417658
د فرانسې لپاره د انتقام وخت

د فرانسې د رسمي خبري سرچينو د معلوماتو په اساس دا بمباري، د داعش سره د مبارزې د پيل راهيسې سارى نه لري. تېره شپه لس جنګي جټ الوتكو په موازي ډول د رقه په ښار باندې داسې بمونه و اورول چې پرې ليكل شوي ول `` له پاريسه د مينې سره``.
د فرانسې د دفاع د وزارت د معلوماتو په اساس جنګي جټ الوتكې د اردن او متحده عربي اماراتو نه والوتلې او د داعش تر كنترول لاندې ۲۰ هدفونه يې وويشتل. په هوايي عملياتو كې د داعش د قوماندې مركز، د وسلو او مهماتو ډيپوګان او د اروپكو د جذب مركزونه په نښه شول.



پيوندونه:

اړوند خبرونه