قطر: د اسراییلو د ظلمونو پر وړاندې د فلسطین د پاڅون نه ملاتړ کوو

قطر یو ځل بیا د فلسطین خلکو او سوریې د مخالفینو نه د پوره ملاتړ اعلان وکړ.

362836
قطر: د اسراییلو د ظلمونو پر وړاندې د فلسطین د پاڅون نه ملاتړ کوو

د قطر امیر تمیم بن حمد ال ثاني وویل چې د سوریې د خلکو د میړانه مقامت او د اسراییلو پر وړاندې د فلسطین د خلکو د پاڅون او زړورې مبارزې نه ملاتړ کوو.
د قطر امیر چې د شورا په غونډه کې وینا کوله وویل نن د فلسطین خلک د ټولو عالم اسلام د سپڅلو مکانونو نه د دفاع په خاطر پاڅون پيل کړی دی او د سوریې خلک په خپل وطن کې په ازاده او خپلواکه توګه د ژوند کولو په خاطر مقامت کوي.
هغه وویل زه غواړم چې یو ځل بیا ددې خبرې په ټینګار ووایم چې د فلسطین د خلکو د پر حق مبارزې او مجادلې نه او د سوريې د خلکو د مقامت او د ازادۍ د جګړې نه پوره ملاتړ کوو.
د قطر امیر زیاته کړه چې هر سړی پدې ښه پوهیږي چې قطر د خپلو ارزښتونو او اساساتو نه هیڅکله هم نه تیریږي. هو په خپل ځان کې که کومه خطا ووینو هغه اصلاح کولی شو، که چیرې مو غلط ګامونه پورته کړي وو په هغه بیا کتنه کولی شو خو د خپلو ارزښتونو او اساساتو نه هیڅکله هم تیریدلی نشو. پدې مسله کې هیڅډول بدلون د بحث وړ هم ندی.
هغه زیاته کړه چې د خلیجو هیوادونو د مشرانو سره به د سیاسي، اقتصادي ټولنیزو او امنیتي برخو کې د همکاریو د لا قوي کولو په خاطر کې لا زیاتې هلې ځلې وکړي، د نړۍوالو او سیمه ایزو بدلونونو او هر ډول ګواښونو پر وړاندې د خلیج د همکاریو شورا د میکانیزم د لا قوي کولو په خاطر به لا زیاته هڅه وکړي. هغه وویل چې پدې لاره کې ځیني مهم ګامونه پورته شوي هم دي.
د قطر امیر د انرژۍ د بیې د راټیټوالي په برخه کې خلیج هیوادونو ته یو ځل بیا د دقت کولو خبرداری ورکړ.


پيوندونه:

اړوند خبرونه