په مصر كې د داعش بمي بريد

د مصر د سينا په شبه جزيره كې د العريش په سيمه كې د پوليسو پر يوې امنيتي پوستې باندې د موټر بم په واسطه د بريد په پايله كې د لومړنيو شمېرو له مخې ۳ تنه پوليس ووژل شول او د ۵ ملكي وګړو په ګډون ۱۰ تنه نور ټپيان شول.

363133
په مصر كې د داعش بمي بريد

د مصر د رسمي خبري اژانس مينا د معلوماتو په اساس دا بريد د پوليسو د صنفي اتحاديې ودانۍ ته څېرمه د امنيتي پوستې ترڅنګ ترسره شوى دى.
د بله پلوه په مصر كې د داعش د ترهګرې ډلې څانګې چې د سينا د ولايت په نامه شهرت لري د بريد مسووليت پر غاړه واخيست. ددې ډلې وياند په ټولنيزه مېډيا كې د بريد پخلى وكړ او د مصر امنيتي ځواكونو ته د مالي او ځاني زيان د رسېدلو خبر يې وركړ.
د مصر د سينا په شبه جزيره كې په ۲۰۱۴م كال كې د انصار بيت المقدس په نامه يوې ډلې د موجوديت اعلان وكړ چې وروسته يې بيا د داعش سره تر بيعت وروسته خپل نوم د سينا د ولايت د والي په توګه بدل كړ.


پيوندونه:

اړوند خبرونه