داعش ولې اسرييلو ته ګواښ نه كوي؟

دا هغه پوښتنه ده چې پرون په واشنګټن كې د خبريالانو لخوا د اسراييلو د دفاع له وزير موشه يالون نه وپوښتل شوه.

403422
داعش ولې اسرييلو ته ګواښ نه كوي؟

د اسراييلو د دفاع وزير موشه يالون د خپل امريكايي سيال اشتن كارتر سره په واشنګټن كې د يوې خبري غونډې په ترڅ كې اسراييلو ته د داعش د ترهګرې ډلې د ګواښ په اړه معلومات وركړل.
يالون د يو خبريال ددې پوښتنې په ځواب كې چې `` آيا اسراييل د داعش لخوا د ګواښ احساس كوي او كه نه؟`` وويل چې، ``تر اوسه پورې داعش موږ ته په مستقيمه توګه ګواښ نه دى رامنځته كړى خو په سوريه كې ددې ډلې فعاليتونه له نږدې څارو. ``
يالون وويل چې كه څه هم داعش د غزې په تراړه كې او د مصر د سينا په دښته كې جنګي عناصر لري خو د اسراييلو لپاره ګواښ نه دى. د نوموړي په وينا د داعش ډله نه غواړي چې په سيمه كې د دوى پر وړاندې يوه بله جبهه پرانيستل شي.`` ددې امله د اسراييلو د ګواښلو نه ډډه كوي. دوى پوهيږي چې كه چېرې دا كار وكړي نو لوى تاوان به ورسته ورسيږي.``
په داسې حال كې چې د داعش د ډلې لمن له منځني ختيځه د منځنۍ آسيا، شمالي افريقا او قفقاز د سيمو پورې غځېدلې ده خو د اسراييلو پر وړاندې ددې ډلې چوپتيا د حيرانتيا وړ ده.


پيوندونه:

اړوند خبرونه