په فلسطين كې د حماس او الفتح ترمېنځ نوې ناندرۍ

په فلسطين كې د حماس او الفتح د سازمان ترمېنځ نوې ناندرۍ هغه مهال پيل شوې چې ددې هېواد د دولت مشر محمود عباس د خپل ګوند د اجرايوي رياست د مشرۍ نه استعفا وكړه.

340084

د حماس د سياسي دفتر لخوا په خپره شوې اعلاميه كې راغلي دي چې د فلسطين د آزادۍ د سازمان `` الفتح`` د مشرتابه نه د محمود عباس استعفا به د ملي اتفاقونو د رامنځته كولو پروسې ته زيان ورسوي.
په اعلاميه كې راغلي دي چې `` د عباس دا پرېكړه ښايي چې د الفتح ډله د فلسطين د ملي مطابقت د حكومت په رامنځته كولو كې پوره اراده نه لري.``
محمود عباس تېره ورځ د الفتح د سازمان د اجرايوي شورا د رياست د پوست نه استعفا وكړه. عباس په پام كې لري چې د نوې اجرايوي شورا د رامنځته كولو په موخه يو لړ اصلاحات پيل كړي.
د بله پلوه حماس بيا پر محمود عباس تور لګوي چې په دې حساسو شرايطو كې د داسې اجرايوي شورا جوړښت باندې كار كيږي چې مخالفينو ته په كې ځاى نشته دى.
حماس او الفتح پخوا هوكړه كړې وه چې په فلسطين كې د ملي يووالي د حكومت د جوړولو په موخه د واك د ويش پر سر خبرې اترې پيل كړي.

پيوندونه:

اړوند خبرونه