په مصر کې په امنیتي ځواکونو برید وشو
د داعش ډلې چې د مصر د حکومت پر خلاف رسمآ د جګړې اعلان کړی یو ځل بیا يي په مصري ځواکونو خونړی برید وکړ.
382135
د داعش ډلې پرون په ناوخته ساعتونو کې د سینا په ټاپو کې په امنیتي ځواکونو بمي برید وکړ.
د رویټرز د خبر له مخې پدې برید کې لږ تر لږه ۵ تنه مصري سرتیري وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان شوي دي.
د برید مسولیت د داعش ډلې په غاړه واخیسته. داعش د اختر په لومړۍ ورځ په عراق کې هم په برید کې څه باندې ۱۰۰ تنه ووژل .
د مصر رسمي دولتي خبري اژانس د برید پخلی کړی او ویلي دي چې ترهګرو یو ځل بیا په امنیتي سرتیرو برید وکړ او یو شمیر سرتیري ووژل.
د نوموړي برید نه وروسته د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي وویل چې د داعش ډله د مصر سربیره د عربي او لویدیځې نړۍ لپاره په یو جدي ګواښ بدله شوې ده .