په عراق کې  اختر په ماتم بدل شو.

 د عراق د دیالا ښار بني سعد په سیمه کې په یو بازار کې د اختر مبارکیو او خلکو د ګڼه ګوڼې په منځ کې ډیره زوروره چاودنه وشوه.

381806
په عراق کې  اختر په ماتم بدل شو.


د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې چاودنه پرون په ناوخته ساعتونو کې شوې ده . ویل کیږي په چاودنه کې د مړو شمیره د سلو تنو نه اوښتې ده .
چاودنه دومره زوروره وه چې شاوخوا ودانۍ يي هم نړولي دي. د پیښې قربانیان ملکي وګړي دي چې ډیری پکې ښځې او ماشومان دي.
دې چاودنې یو ځل بیا په لسګونو کورنۍ د غم په ټغر کینولې . د عراق په خلکو اختر په ماتم بدل شو.
د بله پلوه حکومت په دیالا ښار کې درې ورځې ملي ماتم اعلان کړی دی. همداشان په یاد شوي ولایت کې د ټولو پارکونو ، تفریح ځایونو او د اختر په خاطر جوړو شوو جشنونو بندیز ولګید. حکومت ویلي دي چې دا پریکړه يي په احتمالي نورو بریدونو کې د ځاني زیانونو د مخنیوي په خاطر کړې ده .
د برید مسولیت د داعش ډلې په غاړه اخیستی دی. د داعش ډلې ویلي دي چې پدې برید کې د ۳ ټنو چاودیدونکو توکو نه کار اخیستی دی.


پيوندونه:

اړوند خبرونه