مرسي د دويمې دعوا له مخې نوى اعدام

په مصر كې د كودتاچي رژيم د محكمې لخوا د لومړني ټاكل شوي ولسمشر محمد مرسي په حق كې د اعدام حكم د دويمې دعوا له مخې تاييد شو.

306162
مرسي د دويمې دعوا له مخې نوى اعدام

په مصر كې د كودتاچي رژيم د محكمې لخوا د لومړني ټاكل شوي ولسمشر محمد مرسي په حق كې د اعدام حكم د دويمې دعوا له مخې تاييد شو.
نن سهار په پلازمېنه قاهره كې قضايي پلاوي محمد مرسي د `` جاسوسۍ`` په نامه د دعوا له مخې په عمري بند محكوم كړى وو چې له غرمې وروسته په دويمه دعوا كې يې يو ځل بيا په اعدام محكوم كړ.
د محكمې قضايي پلاوي د محاكمې پرمهال محمد مرسي، د اخوان المسلمين د رهبري شورا مشر محمد بديع او يو شمېر نورو لوړپوړو چارواكو په ګډون لسګونه كسان پر اعدام حكوم كړل.
محكمې پخوا د ۱۲۱ كسانو د دعوا دوسيې د مصر دارالافتا ته د مشورې لپاره لېږلې وې. ددې سره سره يې د يو شمېر كسانو د اعدام سزا تاييد او نهايي فيصله يې وكړه.


پيوندونه:

اړوند خبرونه