د اخوان المسلمين دوه نور مشران هم ونيول شول.

د مصر امنيتي ځواكونو تېره شپه د اخوان المسلمين د رهبري شورا دوه غړي ډاكټر محمد الغزلان او ډاكټر عبدالرحمن البر په خپلو دفترونو كې ونيول.

300592
د اخوان المسلمين دوه نور مشران هم ونيول شول.

د اخوان المسلمين د سازمان وياند محمد منتصر د يوې اعلاميې په خپرولو سره څرګنده كړه پوليسو تېره شپه غزلان او بر د پوليسو لخوا ونيول شول. په اعلاميه كې راغلي دي چې`` د اخوان او اسلامي چارو د كمېټې د مشرانو پر وړاندې د وحشي كودتاچيانو ظلم او سياسي فشار به هېڅكله زموږ انقلابي هلو ځلو ته زيان ونشي رسوولى. كودتاګانې زموږ په انقلابي دريځ باندې هېڅ ډول اغېزه نه لري. برعكس انقلابيان به لا پياوړي كړي. زموږ دا سرښنده انشاالله د بري يوه ښكاره نښه ده. د مصر د شانداره هېواد د آزادۍ د لاسته راوړلو پورې به خپلې لارې ته دوام وركړو.``
د مصر امنيتي ځواكونو بيا پدې اړه تر اوسه پورې څه نه دي ويلي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه