په مصر کې محکمې لومړنی منتخب ولسمشر محمد مرسي په اعدام محکوم کړ
په مصر کې محکمې لومړنی منتخب ولسمشر محمد مرسي او سل تنه نور د اعدام په سزا محکوم کړل
277011
په مصر کې محکمې لومړنی منتخب ولسمشر محمد مرسي او سل تنه نور د اعدام په سزا محکوم کړل. د یادولو وړ ده چې پدې سلو تنو کې د مصر نامتو روحاني شخصیت یوسف القرضاوي چې په قطر کې اوسیږي هم شتون لري. محکمې محمد مرسي او سل تنه نور په ۲۰۱۱ کال کې په زندانونو د برید او د زندانیانو د تښتولو په تور تورن وباله او د اعدام په سزا يی محکوم کړ.
د ویلو ده چې محمد مرسي یو څه موده د مخه هم په یوې بله دعوا کې د محکمې لخوا د شلو کلونو په حپس محکوم شوی وو. محکمې نن خپل پریکړه د محمد مرسي په مخکې او د یو زیات شمیر نورو کسانو چې په اعدام محکوم شوي دي په غیاب کې واوروله.
د ویلو ده چې د محکمې د پریکړې پر مهال محمد مرسي په یو میلو شاته درول شوی وو.