په ۲۰۱۴ کال په سوریه کې د ځاني زیانونو اړوند راپور خپور شو

په سوریه کې د بشري حقونو نه د څار سازمان په ۲۰۱۴ کال کې د ځاني زیانونو او شکنجو په اړه یو راپور جوړ کړی دی .

162419
په ۲۰۱۴ کال په سوریه کې د ځاني زیانونو اړوند راپور خپور شو

په سوریه کې د بشري حقونو نه د څار سازمان په ۲۰۱۴ کال کې د ځاني زیانونو او شکنجو په اړه یو راپور جوړ کړی دی .
د راپور له مخې په ۲۰۱۴ کال کې په سوریه کې د اسد رژیم ۹۹۳ تنه چې ښځې او ماشومان هم پکې شتون لري د شکنجې له امله وژلي دي . په راپور کې راغلي دي په ۲۰۱۴ کال کې په سوریه کې د اسد د رژیم د کنټرول لاندې په سیمو کې د ۲۰۰ تنو ښځو او ۸۰۰ تنو ماشومانو په ګډون ۶۴۰۰ تنه زندانونو ته اچولي دي. همداشان پدې کال کې د اسد د کنټرول لاندې په سیمو کې ۹۵۰۰ تنه لا درکه شوي دي. د اسد رژیم یواځې ۱۴۷۶ تنه خوشې کړي دي .
همداشان په ۲۰۱۴ کال کې د داعش ډلې په سوریه کې د خپل کنټرول لاندې په سیمو کې د ۲۱۰ تنو ښځو او ۲۰۰ تنو ماشومانو په ګډون ۱۸۰۰ تنه نیولي دي چې د نیول شوو کسانو نه شل تنه يي د شکنجې له امله وژل شوي او ۱۲۲ تنه نور يي خوشې کړي دي.
همداشان د النصرا د ډلې تر کنټرول لاندې په سیمو کې د ۳۶ تنو ماشومانو او ۲۱ تنو ښځو په ګډون ۹۵۰ تنه نیول شوي دي .
په راپور کې راغلي دي چې د سوریې په شمال کې د کوردي ځواکونو تر کنټرول لاندې په سیمو کې د ۴۸ تنو ماشومانو او ۱۹ تنو ښځو په ګډون ۵۸۰ تنه چې په وسله والو نښتو کې د ګډون نه ډډه کړې وه نیول شوي دي. کوردي ځواکونو د نیول شوو کسانو نه ۴ تنه وژلي دي.
په سوریه کې د اسد د رژیم د مخالفینو ازادې سوریې تر کنټرول لاندې په سیمو کې د ۱۱ تنو ښځو او ۱۶ تنو ماشومانو په ګډون ۶۵۰ تنه نیول شوی دي چې یو تن يي د شکنجې په پایله کې ژوند د لاسه ورکړی دی .
په راپور کې راغلي دي چې په ۲۰۱۴ کال کې په سوریه کې جمعآ ۳۹ زره او ۲۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی .
شاوخوا یو میلیونو ګاونډیو هیوادونو ته کډه شوي دي . په سوریه کې په د روانې ۴ کلنې کورنۍ جګړې له امله د مړو شمیره د ۲ سوو زرو نه اوښتې ده.


پيوندونه:

اړوند خبرونه