اسراييلو ته د فلسطين بې سارى خبردارى!

عباس پرون د يوې خبري ناستې پرمهال وويل چې د عربي ټولنې لخوا ملګرو ملتونو ته وړاندې شوې طرحه بايد عملي پايلې ولري.

158693
اسراييلو ته د فلسطين بې سارى خبردارى!

د فلسطين د دولت مشر محمود عباس په يو بې ساري اقدام كې اسراييلو ته خبرداى وركړ كه چېرې د فلسطين د خپلواك دولت د جوړېدا په برخه كې د ملګرو ملتونو د پرېكړه ليك د نه منلو په صورت كې به د فلسطين – اسراييلو ترمېنځ ټول لاسليك شوي پخواني تړونونه لغوه كړي.
عباس پرون د يوې خبري ناستې پرمهال وويل چې د عربي ټولنې لخوا ملګرو ملتونو ته وړاندې شوې طرحه بايد عملي پايلې ولري.
عباس زياته كړه چې ``كه چېرې اسراييل دا پرېكړه ونه مني دا به د فلسطين لپاره د يو نوي پاى پيل شوي. اسراييلو سره به خپلې ټولې اړيكې وشلوو.``
عباس د الجزاير نه د ليدنې پرمهال څرګنده كه چې كه چېرې د فلسطين د خپلواك دولت په اړه د ملګرو ملتونو پرېكړه ليك د اسراييلو لخوا ونه منل شي نو د امنيتي چارو په ګډون ټول تړونونه به لغوه شوي. تر دې وروسته به ټول مسووليت د اسراييلو پر غاړه وي.
عباس دا هم وويل چې په فلسطين كې د سولې لپاره دا وروستى چانس دى.
تېره اونۍ فلسطينيانو د ملګرو ملتونو سازمان ته د يو ليك په ترڅ كې غوښتنه وكړه چې اسراييل دې د فلسطينيانو د يرغمل شوې خاورې نه ووځي.
پدې وړانديز شوي پريكړه ليك كې راغلي دي چې اسراييل بايد د ۱۹۶۷ كال سرحدونو ته په شا شي او داسې فلسطينى دولت جوړ شي چې پلازمېنه يې بيت المقدس وي.
اسراييلو او د امريكا متحدو ايالتونو چې دواړه د امنيت په شورا كې د ويټو حق لري ددې طرحې سره مخالفت كړى دى.


پيوندونه:

اړوند خبرونه