عراق باندې د امريكا د نوي يرغل لپاره تيارى.

د امريكا متحدو ايالتونو چې د عراق د پلازمېنې بغداد پر لور د داعش د پرمختګ مخه ونشوه نيولاى اوس غواړي چې د عراقي ځواكونو سره په ګډه په نوموړي هېواد كې ځمكني عمليات پيل كړي.

169286
عراق باندې د امريكا د نوي يرغل لپاره تيارى.


د امريكا د يو تن لوړپوړي نظامي چارواكي په وينا `` د يو سيستماتيك او اوږدمهال پلان`` په چوكاټ كې به په راتلونكو څو مياشتو كې ځمكني عمليات پيل شي.
د امريكا په مشرۍ ايتلافي ځواكونه چې په عراق او سوريه كې د داعش په وړاندې هوايي بريدونو ته دوام وركوي اوس په پام كې لري چې په عراق كې پراخه ځمكني عمليات هم پيل كړي.
امريكايي چارواكو څو ځله څرګنده كړه چې په منځني ختيځ كې عراق د ځانګړي اهميت نه برخمن دى. يو تن لوړپوړي امريكايي چارواكي چې نوم يې پټ ساتل شوى دى پدې اړه وويل چې د يو هر اړخيز پلان له مخې به په لومړي سر كې عراق ته يو زيات شمېر امريكايي نظامي مشاورين ولېږل شي. تر هغه پورې چې عراقي ځواكونو ددې وړتيا نه وي ترلاسه كړي چې داعش لخوا نيول كېدونكې سيمې وساتي، ځمكني عمليات به پيل نه كړي. پدې ډول لومړى به عراقي ځواكونه وروزل شي او بيا وروسته د امريكايي ځواكونو سره په ګډه ځمكني عمليات شي.
د يادولو وړ ده چې په عراق كې د ۲۰۰۳ كال نه تر ۲۰۱۱ كاله پورې امريكايي سرتيري مېشته ول.
پر عراق باندې نوى يرغل به په سيمه كې د نا آراميو يوه بله څپه پيل كړي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه