حماس: هېڅكله به وسله پر ځمكه كېنږدو.

د فلسطين د اسلامي مقاومت د غورځنګ حماس د سياسي چارو مشر خالد مشعل وويل چې د اسراييلو سره د خبرو اترو په بهير كې د وسلې پرېښودلو شرط به هېڅكله ونه منو.

134424
حماس: هېڅكله به وسله پر ځمكه كېنږدو.


د فلسطين د اسلامي مقاومت د غورځنګ حماس د سياسي چارو مشر خالد مشعل وويل چې د اسراييلو سره د خبرو اترو په بهير كې د وسلې پرېښودلو شرط به هېڅكله ونه منو.
مشعل چې د قطر په پلازمېنه دوحه كې د نړۍ د مسلمانو علماوو په غونډه كې وينا اوروله وويل چې د غزې په تراړه كې د دايمي سولې او اوربند په موخه د مصر په منځنګړيتوب د خبرو اترو نه ملاتړ كوو.
مشعل څرګنده كړه چې د غزې د بيا رغاونې، د خلكو د ژوند د سطحې د لوړولو او آزادۍ د تامين په موخه هر ډول قربانۍ ته تيار دي. ددې سره سره د وسلې پرېښودلو لپاره هېڅ ډول شرط نه مني.
د نړۍ د مسلمانو علماوو ټولنې په دوحه كې د `` غزې د بري`` تر نامه لاندې سراسري غونډه جوړه كړې وه چې پكې د اسراييلو او حماس ترمېنځ د وروستيو نښتو او بري په اړه بحثونه ترسره شول.


پيوندونه:

اړوند خبرونه