په عراق کې بمي بریدونو او چاودنو سلو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
د عراق په پلازمینه بغداد کې په بیلابیلو سیمو کې د بمي بریدونو له امله ۲۹ تنه مړه او ۷۱ تنه نور ټپیان شول
په عراق کې بمي بریدونو او چاودنو سلو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
د عراق په پلازمینه بغداد کې په بیلابیلو سیمو کې د بمي بریدونو له امله ۲۹ تنه مړه او ۷۱ تنه نور ټپیان شول.
د انادولو د خبري اژانس د خبر له مخې لومړنۍ چاودنه د بغداد په سویل لویدیځ کې د الاامیل په سیمه کې د یوې قهوه خونې ترڅنګ وشوه چې له امله يي ۳ تنه مړه او ۱۱ تنه نور ټپیان شول.
همداشان دویمه او تر ټولو خونړیزه چاودنه د بغداد په شمال کې د کاظمیه په سیمه کې د رستورانتونو او عسکري استخباراتو د قرارګاه ترڅنګ وشوه چې له امله يي ۲۱ تنه مړه او ۴۸ تنه نور ټپیان شول.
دریمه چاودنه د بغداد په لویدیځ کې د سلام په سیمه کې د موټر په مټ وشوه چې له امله ۲ تنه مړه او ۵ تنه نور ټپیان شول.
همداشان د بغداد په شمال کې د قریات په سیمه کې د توپ د هاوان د مرمۍ د غورځیدو له امله درې تنه مړه او ۷ تنه نور ټپیان شول.