په غزه کې د مړو شمیره ۲۰۸۳ تنو ته لوړه شوه

په غزه کې د اسراییلو لخوا عام وژنې دوام لري.

99226
په غزه کې د مړو شمیره ۲۰۸۳ تنو ته لوړه شوه

په غزه کې د اسراییلو لخوا عام وژنې دوام لري.
د اسراییلو اردو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په غزه کې په ۵۵ جلا جلا نقطو بمبارۍ کړي دي .
اسراییلو جنګلي الوتکه تیره ورځ د غزې په سویل کې د رفاح په ښار د هوايي برید سره د حماس د ډلې د درې تنو مشرانو سربیره ۶ تنه ملکي وګړي هم ووژل.
اسراییلو په غزې د جولای په ۷ نیټه د پيل کړو عملیاتو او بریدونو په ترڅ کې ۲۰۸۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی .
همداشان ن پدې موده کې ۱۰۳۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي .
د اسراییلو د روغتیا وزارت ویلي دي چې اسراییلی ځواکونه په بمباریو او بریدونو کې د پوډري بمونو، راډیو اکتیف ماده او سربی کیمیايي وسلو نه کاراخلي.
یادې شوي وزارت ویلي دي چې یو شمیر ټپیان چې د کیمیايي وسلو په بریدونو کې ټپیان کیږی د بدن غړي د لاسه ورکړی. ډاکټرانو اړ کیږي چې لاس او یا هم خپې ترینه پرې کړي. په روغتون کې په یو زیات شمیر ټپیانو د کیمیايي وسلو نښې او نښانې لیدل شوي دي . په څرګندونو کې راغلي دي چې دا ټولې وسلې چې اسراییلو لخوا کارول کیږي په اصل کې منع شوي وسلې دي.
د اسراییلو حکومت ټول نړۍوال قوانین او تړونونه د خپو لاندې کوي.
د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي دي چې اړوندې ادارې او سازمانونه باید دا مسله وڅیړي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه