په مصر کې یو ځل بیا پراخه مظاهرې پیل شوې دي .

په مصر کې د اګست ۱۴ مه د رابعه العدویه او نهدا د عام وژنو د لومړۍ کلیزې له امله پیل شوې مظاهرې دوام لري. ویل کیږي مظاهرې د شپې لخوا هم دوام وکړ.

93573
په مصر کې یو ځل بیا پراخه مظاهرې پیل شوې دي .

په مصر کې یو ځل بیا پراخه مظاهرې پیل شوې دي .
په مصر کې د اګست ۱۴ مه د رابعه العدویه او نهدا د عام وژنو د لومړۍ کلیزې له امله پیل شوې مظاهرې دوام لري. ویل کیږي مظاهرې د شپې لخوا هم دوام وکړ.
په مصر کې د ۲۰۱۳ کال د جولای په دریمه په لومړني منتخب ولسمشر محمد مرسي د کودتا نه وروسته په سلګونو زرو تنو د کودتاچي نظام پر خلاف پراخه مظاهرې پیل کړې چې د مصر امنیتي ځواکونو د اګست په ۱۴ نيټه په رابعه العدویه او نهدا په میدانونو کې څه باندې زر تنه بې ګناه او د ډیموکراسۍ پلویان په شهادت ورسول.
په مصر کې د اګست په ۱۴ د رابعه العدویه او نهدا د عام وژنې د لومړنۍ کلیزې له امله پیل شوې مظاهرې اوس هم دوام لري.
د ویلو ده چې په لسګونو زرو تنو په پلازمینه قاهره ، ګیزا، بن صیف، کیفر الشیخ او البخاریه په ښارونو کې لارو او کوڅو ته راوتلي دي او په مظاهرو يي لاس پورې کړی دی .
همداشان مظاهره کوونکو د رابعه العدویه د عام وژنو سربیره په قاهره کې د الفتحې په جومات کې هم د ۲۱۰ تنو بې ګناه او ډیموکراسۍ د پلویانو د وژل کیدو نه کلیزه ولمانځله . د ویلو ده چې پدې پیښه کې په سلګونو تنه ټپیان شوي ول.
مظاهره کوونکو د فتحې د جومات د پیښو د مسولینو د نیولو او هغوې ته د قانوني جزا ورکولو غوښتنه کوي خو د کودتاچي نظام پرې سترګې پټوي.
مظاهره کوونکو په مصر کې د کودتا د معمار ولسمشر عبدالفتاح السیسي پر خلاف شعارونه ورکوي.
مظاهره کوونکو په لاسونو کې د لومړني منتخب ولسمشر محمد مرسي عسکونه انتقالول او د مرسي په پلوي او د السیسي پر خلاف يي شعارونه ورکول.
د یادولو وړ ده چې د اګست ۱۴ مه د رابعه العدویه د نړۍوالې ورځ نه یوه لنډه موده مښکې د بشري حقونو د څار سازمان د مصر حکومت د ملکي وګړو په عام وژنې تورن کړ.


پيوندونه:

اړوند خبرونه