په غزه کې د مړو شمیره ۱۳۶۰ تنو ته لوړه شوه

اسراییلي ځواکونه د ۲۴ ورځو راهیسې په غزې هره ورځ په سلګونو بریدونه کوي. تیره ورځ یو ځل بیا د غزې لپاره تر ټولو د خونړیزو ورځو نه یوه وه.

74939
په غزه کې د مړو شمیره ۱۳۶۰ تنو ته لوړه شوه

اسراییلي ځواکونه د ۲۴ ورځو راهیسې په غزې هره ورځ په سلګونو بریدونه کوي. تیره ورځ یو ځل بیا د غزې لپاره تر ټولو د خونړیزو ورځو نه یوه وه.
اسراییلي ځواکونو تیره ورځ په غزه کې په استوګنځایونو، کرنیزو مځکو ، جوماتونو ، بازار او د ملګروملتونو په ښوونځیو بریدونه وکړل.
د اسراییلو اردو بیا ادعا کړې ده چې د تیرې ورځې په بریدونو کې د حماس د قومندې مرکزونه او وسلو او مهماتو ډیپوګان له منځه وړي دي .
په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په غزه کې د اسراییلو د وحشیانه او ضد انساني بریدونو په لړ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲۹ تنه مړه او ۴۶۰ تنه نور ټپیان شوي دي .
اسراییلي ځواکونو تیره ورځ په غزه کې د ملګروملتونو په یو ښوونځي چې ملکي وګړي ترینه د پناګاه په توګه کار اخلي بریدونه وکړل.
د ملګروملتونو سرمنشي بانکي مون د ملګروملتونو په ښوونځي د بریدونو په اړه سخت غبرګون وښود.
بانکي مون د نوموړي برید په اړه په خپل غبرګون کې وویل چې د خوب په حال کې په ماشومانو د برید کولو په څیر د شرم نه ډک بل کوم شی شتون نلري. دا ډیر د شرم او خجالت ځای دی چې په ماشومانو بریدونه کیږي. دا په ښکاره ظلم دی.
د بله پلوه د فلسطین ولسمشر محمود عباس غزه د ناورین د سیمې په توګه اعلان کړه.
د فلسطین ولسمشر محمود عباس د ملګروملتونو سرمنشي بانکي مون ته په استولي یو لیک کې په نړۍوالې ټولنې غږ کړی دی چې د غزې په اړه خپل مسولیت ادا کړي، په غزه کې د روان ناورین له امله د فلسطینیانو سره مرسته وکړي او امنیت او ثبات په خاطر هر څه ژر په حرکت پیل وکړي.
عباس د بانکي مون نه د غزې د کډوالو سره هر څه ژر د خوراکي توکو، څښلو اوبو او درملو مرستې غوښتنه کړې ده.
په غزه د روانو بریدونو په لړ کې د مړو شمیره ۱۳۶۰ تنو ته او د ټپیانو شمیره ۷۶۰۰ تنو ته رسیدلې ده .


پيوندونه:

اړوند خبرونه