اسراييلو پر غزې باندې بريدونه له سره پيل كړل.

سراييلي ځواكونو چې تېره شپه تر ۱۲ بجو پورې يې په مشروط ډول د اوربند د مودې د تمديد خبر وركړى وو څرګنده كړه چې عملياتو ته به دوام وركړي. ددې څرګندونو نه څو شېبې وروسته پر غزې باندې عمليات له سره پيل شول.

72510
اسراييلو پر غزې باندې بريدونه له سره پيل كړل.

اسراييلو پر غزې باندې بريدونه له سره پيل كړل.
اسراييلي ځواكونو چې تېره شپه تر ۱۲ بجو پورې يې په مشروط ډول د اوربند د مودې د تمديد خبر وركړى وو څرګنده كړه چې عملياتو ته به دوام وركړي. ددې څرګندونو نه څو شېبې وروسته پر غزې باندې عمليات له سره پيل شول.
د اسراييلو د اوردو چارواكو څرګنده كړه چې له غزې نه ۶ توغندي توغول شوي دي چې ۵ يې د هېواد په ختيځ كې لګېدلي او يو يې د دفاعي سيستم لخوا په هوا كې چاودل شوى دى.
د حماس نظامي څانګې عزالدين القسام ځواكونو هم د يوې اعلاميې له مخې څرګنده كړه چې د اسراييلو په ځينو هدفونو يې توغندني توغولي دي.
په غزه كې د اسراييلو د عاموژنې كچه هم د هرې ورځې په تېرېدو سره زياتيږي. تر اوسه پورې د يو زيات شمېر ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰۵۳ تنه وژل شوي او تر ۶ زرو زيات كسان ټپيان شوي دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه