د عراق په شمال کې کوردي ملیشو د داعش د احتمالي بریدونو له امله م

په عراق کې د اردو او داعش د ډلې ترمنځه سختې نښتې دوام لري.

116405
د عراق په شمال کې کوردي ملیشو د داعش د احتمالي بریدونو له امله م

په عراق کې د اردو او داعش د ډلې ترمنځه سختې نښتې دوام لري.
پداسې حال کې چې داعش د اردو سره نښتو ته دوام ورکوي د بله پلوه د عراق په شمال کې کوردي ملیشه ځواکونه ماشه په لاس انتظار باسي.
په سیمه کې د ټي آر ټي خبریالانو د خبر له مخې کوردي ملیشه ځواکونو د داعش پر وړاندې د اردو د ماتې خوړولو د احتمال په نظر کې نیولو سره کلک تدابیر نیولي دي.
د بله پلوه د یو زیات شمیر سیمو خلک چې نښتې پکې دوام لري د داعش د بریدونو له ویرې کورونه پریښې او اربیل ته کډه شوي دي .
د بله پلوه د موصل نه اربیل ته دروازه چې تر ۴ ورځو مښکې پورې پرانیستې وه په کامله توګه تړل شوې ده . کوردي ملیشو امنیتي تدابیر لوړې کچې ته رسولي دي .
ویل کیږي یو زیات شمیر خلک چې اربیل ته کډه کوي د ډیر رش له امله خپلې موټرې په نیمه لار کې پریږدي او په پلي توګه خپلو هدفونو ته ځانونه رسوي.
د بله پلوه د داعش ډلې په ځانمرګیو بریدونو او سړي تښتونو هم پیل کړی دی چې دې مسلې د اردو مورال ضعیفه کړی دی .



پيوندونه:

اړوند خبرونه