په غزې د اسراییلو بریدونه دوام لري

اسراییلو یو ځل بیا په غزې بریدونه وکړل. اسراییلو ځواکونو د غزې په سویل پنځه د توپ بریدونه کړي دي .

110040
په غزې د اسراییلو بریدونه دوام لري

اسراییلو یو ځل بیا په غزې بریدونه وکړل. اسراییلو ځواکونو د غزې په سویل پنځه د توپ بریدونه کړي دي .
د اسراییلو اردو د غزې د القرارا په سیمه پنځه د توپ بریدونه کړي دي . په پیښه کې چاته ځاني زیان ندی اوښتي خو سیمې ته د پام وړ مالي زیانونه اوښتي دي .
د بله پلوه د غزې له لورې هم د اسراییلو په سویلي برخې ۵ راکټي بریدونه شوي دي.
د اسراییلو د اردو ویاند د تویټر د حساب له لارې په کړو څرګندونو کې ویلي دي چې د غزې له لورې د اسراییلو په سویلي برخې پنځه راکټي بریدونه شوي دي . د نوموړو پنځه راکټي بریدونه نه دوه د دفاعي سیستم لخوا له منځه وړل شوي او د پاتې دریو په اړه يی څه ندي ویلي .
د یادولو وړ ده چې اسراییلي جنګي الوتکه تیره شپه په غزې هوايي بریدونه ترسره کړل چې له امله يي دوو تنو فلسطینیانو ژوند د لاسه ورکړ.


پيوندونه:

اړوند خبرونه