سیسي د ۹۶ عشاریه ۹۱ سلنې رایو په ترلاسه کولو سره د مصر ولسمشر وټ

په مصر کې د ولسمشرۍ د ټاکنو رسمي پایلې اعلان شوې چې له مخې په محمد مرسي د کودتا معمار او د دفاع پخواني وزیر جنرال عبدالفتاح السیسي د ۹۶ عشاریه ۹۱ سنلې رایو په ترلاسه کولو سره ولسمشر وټاکل شو.

82083
سیسي د ۹۶ عشاریه ۹۱ سلنې رایو په ترلاسه کولو سره د مصر ولسمشر وټ

په مصر کې د ولسمشرۍ د ټاکنو رسمي پایلې اعلان شوې چې له مخې په محمد مرسي د کودتا معمار او د دفاع پخواني وزیر جنرال عبدالفتاح السیسي د ۹۶ عشاریه ۹۱ سنلې رایو په ترلاسه کولو سره ولسمشر وټاکل شو.
د مصر د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ریس انور الاصي په پلازمینه قاهره کې خبري غونډې ته وویل چې سیسي په ټاکنو کې د ۲۳ میلیونه۷۸۰ زره ۱۰۴ رایو یعنې د ۹۶ عشاریه ۹۱ سلنې رایو په ترلاسه کولو سره ټاکنې ګټلي دي .
نوموړي زیاته کړه چې په ټاکنو کې د ګډون کچه ۴۷ عشاریه ۴۵ وه چې ددې له جمع ۹۶ عشاریه ۹۱ سلنه سیسي او پاتې رایې حمدین صباحي ګټلي دي .
په مصر کې د ولسمشرۍ د ټاکنو د رسمي پایلو د اعلانیدو نه وروسته د سیسي پلویان په قاهره کې د تحریر په میدان کې سره راټول شول. همداشان پولیسو کلک امنیتي تدابیر نیولې وو او تحریر میدان ته غځیدلې لارې د ټرافیک پر مخ تړلې وې.
د بله پلوه په مصر کې د کودتا رد او د مشروعیت نه د ملاتړ ملي ایتلاف غورځنګ ویلي دي چې د ټاکنو پایلې په رسمیت نه پیژني او د جمعې په ورځ يي د ټاکنو د پایلو د غندولو په موخه د یوې ډیرې لویې مظاهرې د جوړولو نه خبر ورکړی دی. یاد شوي غورځنګ په خپلو پلویانو غږ کړی دی چې د جمعې د ورځې په مظاهره کې پراخه ګډون وکړي.
د یادولو وړ ده چې سعودي عربستان لومړنی هیواد وو چې سیسي ته يي په ټاکنو کې د برې له امله مبارکي وویله .
د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس SPA سپا د خبر له مخې شاه عبدالله بن عبدالعزیز په مصر کې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د بري له امله سیسي ته د مبارکۍ پیغام استولی دی .
په پیغام کې راغلي دي چې د مصر خلک د روان بحران نه او ستونزو نه د وتو په حال کې دي چې دا د خوښۍ خبره ده .
د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هیج هم سیسي ته په ټاکنو کې د بري له امله مبارکي ویلې ده . نوموړي ویلي دي چې هیله لرو چې د سیسي په دوره کې د مصر او انګلستان ترمنځه اړیکې لا پراختیا ومومي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه