په سوریه کې د ولسمشرۍ د ټاکنو د رای اچونې بهیر پایته ورسید.

په سوریه کې د مرمیو او بیلري بمونو د بریدونو تر سیوري لاندې د ترسره شوو ټاکنو د رای اچونې بهیر پایته ورسید.

82105
په سوریه کې د ولسمشرۍ د ټاکنو د رای اچونې بهیر پایته ورسید.

په سوریه کې د ولسمشرۍ د ټاکنو د رای اچونې بهیر پایته ورسید.
د یادولو وړ ده چې په نوموړي هیواد کې د مرمیو او بیلري بمونو د بریدونو تر سیوري لاندې د ترسره شوو ټاکنو د رای اچونې بهیر پایته ورسید.
ویل کیږي په ټاکنو کې د خلکو د ګډون د کچې د ټیټوالي له امله د رای اچونې بهیر ۵ ساعته وغځید. همداشان ټاکنې هم د اسد د کنټرول لاندې په سیمو کې ترسره شوې.
د رای اچونې د بهیر د پایته رسیدو سره سم په رای شمیرنې پیل شوی دی.
د سیمې نه په ترلاسه شوو معلوماتو کې ویل شوي دي چې په پلازمینه دمشق او نورو ښارونو کې په ټاکنو کې د ګډون کچه ډیره ټیټه وه.
د ټاکنو په مرکزونو کې خلکو په پټه نه بلکې د ټاکنو د کمیسیون د کارکوونکو د سترګو پر وړاندې خپلې رایې کارولې چې دې مسلې هم ډیرې زیاتې پوښتنې پیدا کړي دي.
د اسد پلویانو په اکثرو سیمو کې د خلکو ګوتې کنټرولې چې ایا په ټاکنو کې ګډون کړی او که نه؟
د بله پلوه ملګروملتونو ویلي دي چې په سوریه کې ټاکنې د جینیوا د مذاکراتو د تفاهم نامې نه بهر ترسره شوي دي .

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه