د یمن امنیتي ځواکونو د سلو تنو مخالفینو د وژلو نه خبر ورکړ

په یمن کې د امنیتي ځواکونو او حکومت مخالفینو ترمنځه په نښته کې لږ تر لږه ۱۲۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی .

81499
د یمن امنیتي ځواکونو د سلو تنو مخالفینو د وژلو نه خبر ورکړ

په یمن کې د امنیتي ځواکونو او حکومت مخالفینو ترمنځه په نښته کې لږ تر لږه ۱۲۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی .
د یمن جنګي الوتکو د عمران په ښار کې د مخالفینو په هډو د بمباریو په ترڅ کې څه باندې سل تنه مخالفین وژلي دي .
د ویلو ده چې پرون د مخالفینو او امنیتي ځواکونو ترمنځه سخته نښته وشوه .
په نښته کې ۲۰ تنو یمني سرتیرو ژوند د لاسه ورکړ. د یادولو وړ ده چې د یمن د حکومت مخالفین وخت نا وخته د عمران په ښار کې د امنیتي پوستو د نیولو په موخه بریدونه ترسره کوي چې امنیتي ځواکونو يي په هډو درندې بمبارۍ وکړې.


پيوندونه:

اړوند خبرونه