په مصر کې د ولسمشرۍ د ټاکنو د هیواد نه بهر د رای اچونې د بهیر پي

68076
په مصر کې د ولسمشرۍ د ټاکنو د هیواد نه بهر د رای اچونې د بهیر پي

د مصر د ولسمشرۍ د ټاکنو په موخه د هیواد نه بهر د میشتو مصریانو لپاره د رای اچونې لړۍ پیل شوه .
د مصر د بهرنیو چارو وزارت ویاند بدیز عبدالاطي وویل چې د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره د هیواد نه بهر د میشتو مصریانو لپاره د رای اچونې لړۍ لومړی د نوي زیلاند په پلازمینه وایلینګټون کې پيل شوه .
په ویلینګټون کې د رای اچونې لړۍ په ځايي وخت د سهار په نهو بجو پيل شوه .
نوموړي وویل چې د هیواد نه بهر ټول مصریان به د ولسمشرۍ د ټاکنو په خاطر خپلې رایې وکاروي. همداشان په لاس انجلس کې به هم د رای اچونې لړۍ پيل شي.
د بله پلوه د مصر د اصالت د ګوند مشر او د کودتا رد او مشروعیت نه د ملاتړ ایتلاف مشرانو نه ابراهیم احاب شیخ د هیواد نه بهر په ټولو مصریانو غږ کړی دی چې د سفارتخانو او قونسلګریو په مخ کې مظاهرې وکړي.
همداشان د شپږم اپریل د خپلواکه غورځنګ د مشرانو نه خالد محمد د هیواد نه بهر د رای اچونې د بهیر په اړه په غبرګون کې وویل چې د مصر خلک به پدې ټاکنو کې ګډون ونکړي.
په مصر کې د مې په ۲۶ او ۲۷ مو نیټو د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره کیږي. په مصر کې پدې ټاکنو کې د دفاع پخوانی وزیر او د کودتا معمار عبدالفتاح السیسي او د مخالفینو نه د خلکو د جریان د غورځنګ ریس حمدین الصباحي ترمنځه سیالۍ کیږي.
د بله پلوه د مصر د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ریس عبدالعزیز سلمان وویل چې د هیواد نه بهر میشت مصریان کولی شي چې د مې د ۱۵ او ۱۸ نیټو ترمنځه د نړۍ په ۱۲۴ هیوادونو کې په ۱۴۱ رای اچونې په مرکزونو کې خپلې رایې وکاروي.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه