لخضر ابراهیمي د خپلې دندې استعفا وکړه .

د سوریې لپاره د ملګروملتونو او عرب لیګ ځانګړي استازې لخضر ابراهیمي د خپلې دندې استعفا وکړه .

67284
لخضر ابراهیمي د خپلې دندې استعفا وکړه .

د سوریې لپاره د ملګروملتونو او عرب لیګ ځانګړي استازې لخضر ابراهیمي د خپلې دندې استعفا وکړه .
لخضر ابراهیمي چې تیره ورځ د ملګروملتونو عمومي سرمنشي بانکي مون سره په یوه ګډه خبري غونډه کې ګډون کړی وو وویل چې د خپلې دندې نه يي استعفا وکړه او دا چې مثبتې پایلې ندي ترلاسه کړي ډیر خواشینی دی.
ابراهیمي وویل زه پوره باور لرم چې د سوریې روان کړکیچ به یوه ورځ نه یوه ورځ اوار شي . په سوریه کې د روانې ستونزې یواځنی لامل د مسولیتونو نه ادا کول دي.
ابراهیمي وویل که چیرې هر سړی خپل مسولیت پرځای کړي دا ستونزې به اوارې شي. ابراهیمي زیاته کړه ایا ددې ستونزې د اواري په خاطر ضروري ده چې یو زیات شمیر کسان نور هم ژوند د لاسه ورکړي؟ زما په اند نور بس دی .
همداشان د ملګروملتونو سرمنشي بانکي مون هم د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وویل چې د ابراهیمي استعفا يي منلې ده.
بانکي مون د ابراهیمي د نه سترې کیدونکو هلو ځلو نه په مننې سره وویل چې یو ډیر ټکړه ډیپلومات دی. همداشان بانکي مون ددې پوښتنې په ځواب کې چې ګواکې د ابراهیمي پر ځای به څوک وټاکي وویل چې تر اوسه يي څوک ندی ټاکلی او د لا زیاتو معلوماتو ورکولو نه ډډه وکړه .
لخضر ابراهیمي په ۲۰۱۲ کال کې د سوریې لپاره د ملګروملتونو او عرب لیګ د ځانګړي استازي په توګه وټاکل شو چې تیره ورځ يي د دندې نه استعفا ورکړه. ابراهیمي به د مې د ۳۱ نیټې نه وروسته د دندې نه جلا شي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه