تورکیې نامتو سوک وهونکي په امریکا کې د سوک وهنې په اتلولۍ کې ستر بریالیتوب ترلاسه کړ
تورکیې نامتو سوک وهونکي علي ایرن دیمیرزن د امریکا په متحده ایالتونو کې د سوک وهنې په سیالیو کې خپل پولنډي رقیب ادم کووناکي ته ماتې ورکړه.
1861977

تورکیې نامتو سوک وهونکي علي ایرن دیمیرزن د امریکا په متحده ایالتونو کې د سوک وهنې په سیالیو کې خپل پولنډي رقیب ادم کووناکي ته ماتې ورکړه.
په دې سیالۍ کې چې د نیویارک ښار په بارکلیز مرکز کې ترسره شوه، علي ایرن دیمیرزن د لسو پړاوونو په اوږدو کې دا ستره مبارزه بالاخره وګټله او خپل رقیب ته يي ماتې ورکړه.
ډیمیرزین، چې په مسلکي بوکسنګ کې یې ۴ ځله د اروپا اتلولۍ ګټلې، په امریکا متحده ایالتونو کې خپل سیال ته په ماتې ورکولو سره ستر بریالیتوب ترلاسه کړ.