د تورکیې د فوټبال ملي لوبډلې د شپږم ځل لپاره د اروپا د اتلولۍ په سیالیو کې د ګډون حق ترلاسه کړ.
تورکیې فوټبال ملي لوبډلې تاریخي بری ترلاسه کړ

د تورکیې د فوټبال ملي لوبډلې د شپږم ځل لپاره د اروپا د اتلولۍ په سیالیو کې د ګډون حق ترلاسه کړ.
د یورو ۲۰۲۴ د غوراوي سیالیو د ډي ګروپ په ۷ مه لوبه کې د تورکیې د فوټبال ملي لوبډلې د لیتوانیا لوبډلې ته ۴ د صفر پر وړاندې د ماتې په ورکولو سره د یورو لیګ په اتلولیو کې د ګډون حق ترلاسه کړ.
د تورکیې د فوټبال ملي لوبډلې چې کروشیا لوبډلې ته په خپل کور کې ماتې ورکړې وه د سیالیو په اومه لوبه کې لیتوانیا ته هم ماتې ورکړه او د ایرو لیګ د اتلولیو ویزه يي ترلاسه کړه . لوبه د تورکیې په کوربه توب ترسره شوه.
ددې لوبې لومړنۍ نیمايي د قونیې ولایت د ښاروالۍ په لوبغالي کې پرته د کوم ګول نه ترسره شوه.
لوبې په دویم نیمايي برخه کې د تورکیې لوبډلې رقیب لوبډلې ته ۴ ګوله ورکړل.
د تورکیې ملي لوبډلې لومړنی ګول د سیالۍ په ۵۸ مه دقیقه کې ورکړ.
پدې ډول سیالي یو د صفر په مقابل کې د تورکیې په ګټه شوه.
همداشان د تورکیې لوبډلې دویمه ګول د لوبې په ۸۳مه دقیقه کې او دیم ګول په ۸۷ دقیقه کې ورکړ.
همداشان تورکیې ملي لوبډلې رقیب لوبډلې ته څلورم ګول د ۹۰ دقیقو نه وروسته په اضافي وخت کې ورکړ.
ولسمشر رجب طیب اردوغان د فوټبال ملي لوبډلې ته د ۲۰۲۴ کال د اروپا د فوټبال اتلولیو ته چې په جرمني کې ترسره کیږي د کوالیفای کولو له امله مبارکي وویله.