د سويډن د ملي ټيم غړې مسلمانه شوه!

د سويډن د هېواد د ۱۹ كلونو نه د لږ عمر لرونكو  پېغلو يوه لوبغاړې رونيا انډرسن د اسلام په دين مشرفه شوې ده.

968140
د سويډن د ملي ټيم غړې مسلمانه شوه!

 

 

د رونيا انډرسن مسلمانېدلو ددې هېواد په رسنيو كې پراخ انعكاس وموند.

انډرسن د هېواد يوې ورځپاڼې سره په مرك كې ويلي دي چې تر مسلمانېدلو وروسته د كورنۍ د غړو په ګډون د يو زيات شمېر كسانو د غبرګون سره مخامخ شوې ده.

د نوموړې په وينا `` كه څه هم زما په حق كې مخقضاوت كيږي او كركجن الفاظ راته كارول كيږي خو زه مسلمانه يم او پدې وياړم.``

سونيا چې په سويډن كې د آى كې اوپسالا د لوبډلې غړې ده وايي چې تر مسلمانېدلو وروسته يې يو زيات شمېر ملګرې هم د اسلام له دينه اغېزمنې شوې دي.

سونيا زياتوي چې كله چې مسلمانه شو مو پوه شو چې ښه دين مې انتخاب كړى دى. پر قران كريم باور لرم، الله ج مې وپېژندلو او مرسته يې محسوسم.

د نوموړې په وينا د اسلامي احكامو د پر ځاى كولو كوښښ كوي او په نږدې راتلونكې كې به روژه ونيسي.


پيوندونه: #سويډن , #مسلمانه

اړوند خبرونه