د پرتګال ملي لوبډلې نیمه پایلوبې ته لار وموندله

پرتګال پولنډ ته ۵ د ۳ په مقابل کې د ماتې ورکولو سره نیمه پایلوبو ته لار پیدا کړه

522055
د پرتګال ملي لوبډلې نیمه پایلوبې ته لار وموندله

د ایرو ۲۰۱۶ د فوټبال د اتلولیو په سیالیو کې  د پرتګال  ملي لوبډلې نیمه پایلوبې  ته  لار وموندله.

د پرتګال ملي لوبډلې چې په کواټر فاینل کې  د پولنډ د هیواد سره لوه  وکړه  ۵ د ۳ په مقابل کې  پولنډ ملي لوبډلې ته  مادې ورکړه.

د ویلو ده چې  د پرتګال  او پولنډ ترمنځه لوبه  د پولنډ په ګټه پیل شوه. پولنډ ملي لوبډلې  د سیالي په دویمه  دقیقه کې  پرتګال ته ګول ورکړل.

د پرتګال لوبډلې  بیا  د سیالۍ په ۳۳مې دقیقه  کې  د پولنډ هیواد ته  ګول ورکړل او لوبه يي ۱ د ۱ په مقابل کې  مساوي کړه.

لوبه مساوي پایته ورسیده چې وروسته  د پیناتي  شوټونو وار راورسید. د پیناټي په شوټونو کې  پرتګال  ۵ د ۳ په مقابل کې  پولنډ ته د ماتې په ورکولو سره نیمه پایلوبو ته  لار پیدا کړ.



اړوند خبرونه