د سعودي عربستان مفتي اعظم د شطرنج په اړه د فتوا په ورکولو سره هغه حرام اعلان کړه

د سعودي عربستان مفتي اعظم د شطرنج په اړه د فتوا په ورکولو سره هغه حرام اعلان کړه

430013
د سعودي عربستان مفتي اعظم د شطرنج په اړه د فتوا په ورکولو سره هغه حرام اعلان کړه


د سعودي عربستان مفتي اعظم شیخ عبدالعزیز الشیخ د فتوا په ورکولو سره شطرنج د اسلام د دین له پلوه حرام بللی دی.
هغه ددې فتوا سره په سعودي عربستان کې په شطرنج د بندیز لګولو غوښتنه کړې ده.
هغه پدې فتوا کې ویلي دي چې شطرنج په اصل کې د وخت ضایع او قمار ته هڅونه ده چې د همدې امله په شطرنج باید بندیز ولګول شي.
هغه ویلي ډي چې شطرنج لوبه په اصل کې د لوبغاړو ترمنځه دښمنۍ ته هم لار پرانیزي.
د یادولو وړ ده چې ددینه وړاندې په عراق کې تر ټولو ستر شیعه دیني عالم ایت الله علی السیستاني هم ویلي وو چې شطرنج د اسلام له پلوه حرام دی او باید پرې بندیز ولګول شي.
په شطرنج باندې په ۱۹۸۸ کال کې په ایران کې هم بندیز ولګید او وروسته د نوموړي هیواد دیني مشر ایت الله خومیني بیا وویل ، شطرنج هغه وخت جایز دی چې قمار پرې ونه وهل شي.
ایران د خومیني ددې پریکړې نه وروسته د شطرنج د لوبې ملي لوبډله هم جوړه کړې چې په نړۍوالو لوبو کې ګډون کوي.
په انګلستان کې چاپیدونکي د ګارډین ورځپاڼې د شطرنج په اړه د سعودي عربستان د مفتي اعظم د فتوا په اړه ویلي دي چې د حیرانتیا خبره ده . ورځپاڼې لیکلي دي په اومه پیړۍ کې کله چې مسلمانانو د نني ایران په ګډون یو زیات شمیر سیمي فتحه کړې او دلته يي د شطرنج لوبه زده کړه دې لوبې ته يي ډیر اهمیت ورکولو او حتا دا لوبه يي اروپا ته رانتقال کړه. دې ورځپاڼې لیکلي دي په هغه وخت کې دیني علماوو د شطرنج لوبه د ځانګړي استعداد پر بڼسټ ولاړې یوې لوبې په توګه یادونه وکړه او دا لوبه يي د هغو لوبو د کتار نه جلا کړه چې قمار پرې وهل کیږي.



اړوند خبرونه