د هیواد د بیشکتاش لوبډلې لیورپول ته لویه ماتې ورکړه

د هیواد د بیشکتاش د فوټبال لوبډلې د اروپا د تلولیو د لیګ په سیالۍ کې یو ډیر لوی تاریخي بری ترلاسه کړ.

240125
د هیواد د بیشکتاش لوبډلې لیورپول ته لویه ماتې ورکړه

د هیواد د بیشکتاش د فوټبال لوبډلې د اروپا د تلولیو د لیګ په سیالۍ کې یو ډیر لوی تاریخي بری ترلاسه کړ.
د هیواد د بیشکتاش لوبډلې د اروپا د اتلولیو د لیګ سیالیو په چوکاټ کې په روانش کې د انګلستان د لیورپول لوبډلې سره د دویم ځل لپاره سیالۍ وکړه چې لوبه یو د صفر پر وړاندې د بیشکتاش په ګټه پایته ورسیده.
د یادولو وړ ده چې د بیشکتاش لوبډلې ددینه وړاندې د لیورپول لوبډلې ته په خپل کور انګلستان کې هم یو د صفر پر وړاندې ماتې ورکړې وه چې دا دویم ځل لپاره يي هم یو د صفر پر وړاندې ماتې ورکړه .
د لوبې په دوران کې هیڅکوم لوبډله مقابل لورې ته د ګول په ورکولو قادر نشو چې د لوبې په پای کې خبره پایناتي ته پاتې شوه .
د بیشکتاش د لوبډلې نه دیمبابا، ګوکان توره، والي کواک، هتشینو او تولګای ارسلان پنځه ګوله ووهل.
همداشان د لیورپول د ډلې نه بیا لامبرت، لالانا، عمره جان او الن پیناتي په ګول بدلې کړې خو لورین بیا ونشو کولی چې پیناتي په ګول بدل کړي.
په همدې ډول سره بیشکتاش ۵ د ۴ پروړاندې ماتې ورکړه او بل پړاو ته يي اړتقاع وکړه.
د هیواد د ملي شورا ریس جمیل چیچک او لومړي وزیر احمد داوود اوغلو د بیشکتاش ددې ستر بري له امله د یادې شوې ډلې مشر او لوبغاړو ته مبارکي وویله .


پيوندونه:

اړوند خبرونه