د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې عربي اماراتو ته ماتې ورکړه

217697
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې عربي اماراتو ته ماتې ورکړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې  د کرکټ نړۍوالې اتلولۍ د سیالیو د تیاریو په چوکاټ کې نن  د عربي اماراتو د ملي لوبډلې سره  سیالي وکړه.

د افغانستان ملي لوبډلې  د کرکټ د نړۍوالې اتلولۍ د سیالیو په چوکاټ کې په استرالیا کې جوړیږي  د مخه د استرالیا د څو سیمه ییزو لوبډلو سربیره د هندوستان د ملي لوبډلې او نن  د عربي اماراتو د ملي لوبډلې سره  سیالي وکړه.

افغانستان د نوموړو سیالیو په چوکاټ کې  یواځې  د هندوستان د ملي لوبډلې سره په سیالۍ کې ماتې سره مخامخ شو. افغانستان ملي لوبډلې ددینه وړاندې  د استرالیا د دوو سیمه ییزو لوبډلو سره سیالۍ کړو وه چې دواړه يي په خپله ګټه پایته رسولې وې  نن يي عربي اماراتو ته هم  ماتې ورکړه.

د اماراتو د لوبډلې سره په سیالۍ کې بچه افغانستان وګټله او د اماراتو لوبډلې ته يي  ۳۰۹ منډې هدف وټاکه. 

د اماراتو لوبډلې  د افغانستان د هدف په مقابل کې  په ۲۹۴ منډو په ترسره کولو سره  په ۱۵ منډو کې ماتې سره مخامخ شوه .

د یادولو وړ ده چې  د کرکټ  د نړۍوالې اتلولۍ سیالۍ  د راتلونکې دوشنبې په ورځ  د  سریلانکا او نیوزیلانډ د لوبډلې د سیالۍ سره پیلیږي.

افغانستان ملي لوبډله  به  خپله لومړنۍ سیالي فبروري په ۱۸ نیټه  د بنګلادیش د لوبډلې سره  وکړي. 


پيوندونه:

اړوند خبرونه