د تركيې نامتو غيږنيونكي طه اقګول نړۍواله اتلولي وګټله

د تركيې ملي غيږنيونكي طه اق ګول د غيږنيونې په نړيوالو سياليو كې چې د ازبكستان په پلازمينه تاشكند كې جوړه شوې دي په ۱۲۵ كيلو ازاده غيږنيونه كې د سرزرو د مډال په ګټلو سره د سيالۍ اتلولي خپله كړه.

119329

د هيواد  نامتو غيږنيونكي طه اقګول  په پايلوبه كې خپل ايراني رقيب كاميل غاسيمي ته  ۴  د دريو پر وړاندې د ماتې وركولو سره د سروزرو  مډال  وګټه. 

د هيواد نامتو غيږنيونكي طه اقګول ته  د نړىوالې اتلولۍ ګټلو له امله  د لومړى ولسمشر رجب طيب اردوغان  مباركي وويله . 

د هيواد ولسمشر رجب طيب اردوغان  لومړى د هيواد  د غيږنيونې فدراسيون ريس حمزه يرلي كايا ته د نوموړي لوى بري له امله  د ټيليفون په كرښه مباركي وويله او وروسته  يي د نامتو غيږ نيوونكي طه اقګول سره  خبرې وكړې او هغه ته يي  ددې ستر بري له امله  مباركي وركړه.

همداشان  د هيواد د ځوانانو او سپورت وزير عاكف چغتاي هم  د د هيواد د غيږنيونې فدراسيون ريس حمزه يرلي كايا ته د نوموړي لوى بري له امله د ټيليفون په كرښه مباركي وويله او وروسته يي د نامتو غيږ نيوونكي طه اقګول سره خبرې وكړې او هغه ته يي ددې ستر بري له امله مباركي وركړه.

د هيواد د ملي شورا ريس جميل چيچك هم  طه اقګول ته د نړۍوالې اتلولۍ د ګټلو له امله مباركي وويله .

د ويلو ده چې پدې سياليو كې دهيواد بل غيږنيوونكي  يعقوب ګور  د سپينو زرو  مډال  خپل كړ.

پيوندونه:

اړوند خبرونه