تركيې آستراليا ته ماتې وركړه.

د تركيې د باكسټبال ملي لوبډلې د ۲۰۱۴ ميلادي كال د باكسټبال د نړيوال جام په ترڅ كې په اسپانيا كې د استراليا لوبډلې ته ماتې وركړه.

117348
تركيې آستراليا ته ماتې وركړه.

تركيې آستراليا ته ماتې وركړه.
د تركيې د باكسټبال ملي لوبډلې د ۲۰۱۴ ميلادي كال د باكسټبال د نړيوال جام په ترڅ كې په اسپانيا كې د استراليا لوبډلې ته ماتې وركړه.
ملي لوبډلې استراليا ته د ۶۵ – ۶۴ په سكور سره تاريخي ماتې وركړه او پدې ډول د سياليو كواټر فاينل ته يې لار وموندله. تركيه به په كواټر فاينل كې د لېتوانيا له هېواده سره د سپتمبر په نهمه نېټه سيالي وكړي.
ولسمشر رجب طيب اردوغان د تركيې د ملي لوبډلې ددې بري له امله د باكسټبال د فدراسيون د ريس سره د ټيلفون پر كرښه د خبرو په ترڅ كې نوموړي ته مباركي وويله. اردوغان همداراز د ځينو لوبغاړو سره هم خبرې وكړې او ددې بري له امله يې خپله خوښي څرګنده كړه.


پيوندونه:

اړوند خبرونه